پخوانۍ وزیراعظم نواز شریف پاکستان ته راځي، رانا تنویر وایی په راتلونکي میاشت کښې به میانوازشریف پاکستان ته راستون شي

0
86

باغی ټي وي رپورټ
د تعلیم وفاقي وزیر رانا تنویر ادعا کړې چې نواز شریف به راتلونکې میاشت پاکستان ته راشي.

ننکانه صاحب کښې ميډيا سره خبرو کښې رانا تنوير حسېن وئيلي دي چې عمران خان اوس بيسکي نه لري، څوک دې د اسلام آباد سور بيرغ پورته کړي او وښيي.

هغه وويل، چې که يو ولايت وفاق باندې يرغل وکړي، هلته والي واکمني لګول کېږي.

د (ن) ليګ د مشر رانا تنوير د راتګ په اړه وويل چې ميا نواز شريف به د نومبر په مياشت کې پاکستان ته راشي او په دې ترڅ کې به په پنجاب کې هم په آئيني ډول بدلونونه راولي.
دا خبره مهمه ده چې د پاکستان د اطلاعاتو پخواني وزير او د پاکستان د تحريک انصاف مشر فواد چوهدري د پخواني وزيراعظم نوازشريف په لندن پريس کانفرنس په اړه غبرګون ښودلی دی.

په خپل ټويټ کې فواد وويل د نوازشريف مطبوعاتي کانفرنس د ادارو په ضد تورونه دي، دهغه ټول تورونه په ادارو دي، ښه به وي چې سپريم کورټ او آئي ايس پي آر ځواب ورکړي.

Leave a reply