سي سي پي او پنجاب د مراسله جاري کیدو پس هم د څوکۍ پریښودو څخه انکار کړې دې

0
170

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب وزيراعلي چوهدري پروېز الهي، آئي جي پنجاب او سي سي پي او ترمينځه د وفاقي وزيرانو په ضد د مقدمې درج کولو مسله د ترينګلتيا ښکار ده.

د سرچینو ترمخه سي سي پي او غلام محمود ډوګر د وفاق د نوټيفيکيشن باوجود د پوسټ چارج پريښودو نه انکار کړے دے۔

جيو نيوز سره خبرو کې سي سي پي او غلام محمود ډوګر وويل زه چارج نه پريږدم، تر څو چې پنجاب حکومت دا خبره نه وي کړي نو چارج به نه پريږدم.
دسرچينو ترمخه وفاقي حکومت د مريم اورنګزيب اؤ جاويد لطيف په ضد مقدمه درج کولو لپاره سي سي پي او لاهور لرې کړل شوى اؤ آئي جي پنجاب فيصل شاهکار دمسلم ليگ(ن) مشرانو په ضد مقدمې درج کولو څخه منع کولو په مهال دقانوني نظر اخستو امر کړى دى.

سرچينې وائي که چرې سي سي پي او په ٧ؤ ورځو کې چارج خوشې نۀ کړو نو وفاق هغه معطل کولى شي.
بل اړخ ته نن ماسپښين د وزيراعلي پنجاب چوهدري پرويز الاهي په مشري کښي ويډيو لنک کانفرنس کيږي چي پکښي آئي جي پنجاب فيصل شاهکار ته هم نن سحر يو پيغام کښي د ګډون بلنه ورکړې شوې ده۔
نور خبرونه

عمران خان د پيسو په زور په اولس کښې ګډوډي خپروي: د پاکستان مسلم لیګ ن مشر

Leave a reply