د فساد ضد ادارې د پاکستان تحریک انصاف ښځینه مشې شیرین مزاري په ضد د فساد مقدمه خارجه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب د فساد ضد ادارې د تحریک انصاف د مشرې شیرین مزاري خلاف مقدمه ختمه کړه.
دسرچينو له مخې په شيرين مزاري دځمکې په ريکارډونو کې دلاس وهنې او په لاس وهنې تورن شوى دى.سرچینه زیاتوي، چې شیرین مزاري د ځمکو د اصلاحاتو تر نامه لاندې د ځمکې د نه راګرځولو تور هم لري.
سرچينې وائي چې دشرينې مزاري په ضد وفاقي لينڊ کميشن هم يو رپورټ ورکړى ؤ چې په اړه يې شيرين مزاري هاي کورټ ته رجوع کړې وه چې دسياسي مخالفت له امله غلط راپور ورکړل شوى ؤ.
کله چې شيرين مزاري د هاي کورټ څخه راحت ترلاسه کړ نو دا مسله سپريم کورټ ته لاړه چرته چې د ځمکې وفاقي کميشن د شيرين مزاري په حق کې جواب داخل کړو او خپله لومړۍ فيصله يې غلطه ومنله.
له شيرين مزاري نه هم درې ساعته پوښتنې او ګروېږنې وشوې، خو سرچينې وايي چې د فساد ضد ادارې اوس د شيرين مزاري پر ضد دوسيه لغوه کړې ده.
نور خبرونه
زما موآزنه د غلا نواز شریف او ترهګر الطاف حسین سره مه کوي: عمران خان
د پي ټي آیی حکومت نسکورولو لپاره اپوزیشن خپل چارې بشپړ کړي دي : افتخار درااني






