د عمران خان میرمن بشری بي بي ملګري فرح خان د فساد په مقدمه کښې بې ګناه اعلان شوې ده

0
219

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب د فساد ضد ادارې د پخوانۍ لومړۍ مېرمنې بشرا بي بي د نږدې ملګرې فرح خان پر ضد دوسیه جارجه کړې ده.

فرح خان په فیصل اباد کې په غیرقانوني توګه د ۱۰ جریبه ځمکې د اختصاصولو په تور تورنه شوې وه، چې د دې ځمکې د تخصیص لپاره یې د فرح خان او د هغې د مور په نوم کمپنۍ جوړه کړې وه.

سرچينې وايي چې د فرح خان په ضد د مقدمې د ختمولو لپاره پلټنې له فيصل اباد څخه لاهور ته لېږدول شوي دي.
پخواني ډي جي رائے منظور ناصر لخوا ترسره شوې تحقيقاتو کښې فرح خان بې ګناه اعلان شوې، د کورنو ايډيشنل چيف سيکرټري د کيس د برطرفه کولو حکم جاري کړے دے۔

ياده دي وي چي د ايډيشنل هوم چيف سيکرټري د کرپشن په ضد د ډي جي اضافي چارج هم لري۔
نور خبرونه

د بیان د ازادۍ دفاع کوو خو د اشتعال او ګډوډۍ پیدا کولو اجازه نه ورکوو. جسټس اطهر من الله

له ډیرې مودې راهسې زما د نیولو هڅې روانې دي: عمران خان

Leave a reply