عمران خان وایی چې په فوځ او عدالتونو داسې نیوکې کوي لکه یو پلار ی چې په خپل ځوی کوي چې هغه اصلاح کړي

0
199

باغی ټي وي رپورټ

د تحریک انصاف مشر عمران خان وايي په پوځ او عدلیې رغنده نیوکې کوي.

د چشتيانو په جلسه کې د عمران خان يو بل عجيبه بيان په سوشل ميډيا وائرل شوی چې پکې هغه د پوځ او عدليې په اړه بيان ورکوي.

عمران خان خپل بيان کښې وئيلي دي چې په پوځ او عدليه رغنده نيوکې کوي، داسې نيوکې کوي لکه يو پلار چې په خپل زوي باندې نيوکې کوي تر څو ښه انسان شي.
د هېواد د سياسي او فوځي مشرتابه له سختو غبرګونونو سره باوجود پخوانى وزيراعظم او د پي ټي ائي چئیرمین په خپلې رویه ته بیا د کتنه کولو او بندولو ته تیار نه دی او د شورو په ورځ یې په چشتیا کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې په دې اړه د خپل نظر له څرګندولو څخه ډډه و نه کړه.
پخواني لومړي وزير وويل د شهباز شريف مفرور ورور نواز شريف بهر ناست دی او د ملک فيصلې کوي چې څوک به د پوځ نوی مشر شي او څوک به بندي شي. هغه وویل چې دا خلک هڅه کوي چې په یو ډول د پاکستان پوځ او زما سره جګړه وکړي، د مسلم لیګ (ن) خلک هر څومره هڅه وکړي، د پاکستان فوځ زما دی او دا هیواد هم زما دی.
هغه وویل که زه کله هم په عدلیې او فوځ نیوکې وکړم نو هڅه کوم، لکه یو پلار چې د خپل زوی لپاره کوي. د عمران خان دا استدلال ډیر عجیب دی چې هغه د فوځ مشر د وخت نه مخکې ټاکل کیدو مسله باندې د خبره کولو ته مثبت او تعمیر تنقید بولي او وایی چې هغه په فوځ یو تعمیری تنقید کولو غواړی چې دلته دا ډیره عجیبه ښکاري چې عمران خان دې ته تعمیري او مثبت تنقید وایی.

هیڅ هوښیار سړی نشي کولی دا استدلال او منطق ومني. عمران خان یو ځل بیا تور ولګاوه چې اوس د یوې نوې سازش له مخې زمونږ د پنجاب حکومت د نسکورولو هڅې روانې دي چې په ترڅ کې یې د چور او چپاول په پیسو د لوټمارۍ هڅې روانې دي او زمونږ د غړو کورونو ته ورځي او د کروړونو روپیو د ورکولو هڅې کوي.
سیاسي حلقې وايي چې عمران خان په قصدي ډول پلان لري چې پر اسټیبلشمنټ تور ولګوي څو اسټبلشمنټ تر فشار لاندې راوستل شي. تر دې هم خطرناکه خبره دا ده چې د اسلام اباد په نړۍ کې عمران خان اوس د سیاسي مخالفینو لپاره مذهبي اصطلاحات کارول او د شرک فتوا یې ورکول پیل کړي دي.

د دیني اصطلاحاتو او سیاسي استعمال د هیواد په سیاست کې خورا خطرناکه پدیده ده، چې په ټولنه کې د مذهبي کرکې او نفرت لامل ګرځي.

Leave a reply