تېره شپه د رېختر پۀ کچه ۵.۳ درجې زلزلې کابل او د افغانستان مشرقي ولایتونه ولړزول؛ کونړ کې یې مرګ ژوبله هم اړولې ده

تېره شپه د رېختر پۀ کچه ۵.۳ درجې زلزلې کابل او د افغانستان مشرقي ولایتونه ولړزول؛ کونړ کې یې مرګ ژوبله هم اړولې ده
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي نجيب الله حنيف وايي، چې په نورګل ولسوالۍ کې د تېرې شپې د زلزلې له امله د استوګنې شاوخوا سل کورونه ويجاړ شوي دي.
(2022 / 9 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
نن سهار د ریختر په کچه د ۵.۳ درجې زلزلې د افغانستان ختیځ ولړزاوه او دغې زلزلې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د امریکا د سیسمولوژیکي مرکز خبر ورکړی دی چې د دوشنبې په ورځ سهار وختي یوه زوروره زلزله وشوه چې مرکز یې د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار په لس کیلومترۍ کې ژور و.
د دغه مرکز د رپوټ له مخې دغې زلزلې د لغمان او کنړ ولایتونه هم لړزولی دی. د ا.ا د حکومت تر کنټرول لاندې د باختر آژانس خبري اژانس وايي چې دغې زلزلې په کنړ ولايت کې لس تنه مړه او ټپيان کړي دي.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي نجيب الله حنيف وايي، چې په نورګل ولسوالۍ کې د تېرې شپې د زلزلې له امله د استوګنې شاوخوا سل کورونه ويجاړ شوي دي.
د هغه په وينا، د دې طبيعي پېښې د مرګ ژوبلې د زياتېدو احتمال شته. سویل ختیځ افغانستان د روان کال د زمري میاشتې په پای کې د یوې خونړۍ زلزلې شاهد و، چې تر زرو زیات کسان یې ووژل.






