د امریکا پخواني اولس مشر ټرمپ جوبایډن د امریکا لپاره یو دښمن بللې دې

0
169

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا اوسنی ولسمشر جوبایډن د دولت دښمن بللی دی.

FBI د اګست په اتمه په فلوریډا کې د ټرمپ پر کور چاپه وهلې او په دې لړ کې د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په پنسلوانیا کې یوې احتجاجي غونډې ته په وینا کې پر اوسني حکومت تور ولګاوه چې د امریکا په تاریخ کې یې داسې بېلګه نه لیدل کېږي.
دوی وویل چې دا به داسې عکس العمل رامینځته کړي چې هیڅوک یې مخکې نه و لیدلی ، د بایډن ترټولو ناوړه او کرکه لرونکې وینا چې د امریکایی ولسمشر په توګه یې کړې وه.

ټرمپ خپلو پلویانو ته په خطاب کې وویل چې بایډن د دولت دښمن دی، تاسو غواړئ پوه شئ چې مونږ د خپلې ډیموکراسۍ د ژغورلو هڅه کوو، ډیموکراسۍ ته ګواښ له کیڼ اړخه دی، نه له ښي اړخه.
هغه وویل چې د بایډن ادارې په برید کې د دریمې نړۍ تاکتیکونه کارولي ، د برید څخه یوه ورځ دمخه یې یو لوړ سیاسي مجسټریټ وټاکه.

ډونلډ ټرمپ وویل: “زما حقوق او مدني ازادي داسې تر پښو لاندې شوې لکه زموږ هېواد چې د درېیمې نړۍ هېواد وي، داسې چاپې وهل شوې لکه د درېیمې نړۍ هېواد وي، زما د مېرمنې المارۍ تالاشي شوې، زما د ۱۶ کلن زوی کوټه هم تالاشي شوه.

Leave a reply