د هند  دفاع وزیر څرګندونو ته غبرکونونه؛ همت وايی هند تل افغانانو سره دښمني پاللې

0
165

د هند  دفاع وزیر څرګندونو ته غبرکونونه؛ همت وايی هند تل افغانانو سره دښمني پاللې

همت د سلما بند ته پۀ اشارې بیا ویلي چې موږ د ټولو هېوادونو د مرستو هرکلی او کورودانی وایو؛ خو د مرستو هدف باید دلته د ټولشموله پۀ نوم د ” اجنټانو” واک ته رسول نه وي.

توریالي همت پۀ مرکه کې زیاته کړې چې هند دلته تل د سولې مخالفت کړی، چې پة وینا یې سوله هغه څۀ ؤ چې تر بل هرڅۀ افغانانو ورته ډیره اړتیا لرله.

(2022 / 8 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

توریالی همت د سیاسي چارو شنونکي د هند د دفاع وزیر وزوستیو څرګندونو ته پۀ غبرګون کې ویلي چې هند دې د انتقاد” یوه ګوته بل ته د نیولو پر ځای څلورو ” ته نظرـ وکړي.

د دۀ پۀ وینا چې هند تر هر څۀ لومړی د سکانو، مسلمانو او هند کې د پرتو اقلیتونو حقونو تر پښو لاندې کړې دي او حتا د ” هندوستان” نوم لا ټولشموله ندی.

نوموړي د پاکستان رامنځته کېدلو ته پۀ اشارې ویلي چې افغانستان لومړنی هېواد ؤ چې هغه وخت یې د هند ملګرتیا وکړه؛ خو هند بیا برعکس افغانانو سره دښمنۍ پاللې دي‍. د ښاغلي توریالي پۀ وینا چې د روسانو د یرغل پر وخت هند لومړنی هېواد ؤ چې د افغان مجاهدینو پر ضد یې ګامونه پورته کول.

د دۀ پۀ وینا چې هند هر وخت چې ماتې سره مخ وي “بړاس ” یې لۀ افغانانو څخه باسي.

نوموړي ویلي چې افغانان د هېچا لپاره لۀ هېچا سره دوستي نکوي او همدارنګه د هیچا لپاره هیچا سره دښمني نکوي.

نوموړي همداراز د هند مرستو ته پۀ اشارې ویلي چې هند افغانستان سره د مرستو بدل کې پر افغان کلتور یرغل کړی ؤ.

Leave a reply