عمران خان ته اسلام آباد هایی کورټ د عدالت د سپکاوی نوټس لیږلې دې

0
161

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام آباد هائي کورټ په حکم د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان ته د توهين عدالت لپاره د شوکاز نوټس لېږلی شوی دی.

د اسلام اباد هائي کورټ د تحريک انصاف مشر عمران خان ته د يوې ښځينه ججې ته د سپکاوي په مقدمه کې د شوکاز نوټس جاري کړی دی.
د جيو نيوز ترمخه د اسلام آباد هائي کورټ رجسټرار دفتر لخوا جاري شو کاز نوټس د عمران خان کور ته استولې شوې دې۔

د شوکاز نوټس کې ويل شوي چې عمران خان د ښځينه قاضي په اړه توهینونکې او ګواښونکې وينا کړې، هغه دا وينا هغه مهال کړې وه چې د اسلام اباد هائي کورټ کې د مقدمې اورېدنه روانه وه.

د لایحې په متن کې دا هم ویل شوي، چې عمران خان د خوښې پرېکړه کولو لپاره توهینونکې او ګواښونکې وینا کړې، د خپلې وینا له لارې یې د عدالت په لاره کې د خنډ اچولو هڅه کړې، عمران خان باید د اګست په ۳۱مه حاضر شي او وضاحت ورکړي چې ولې یې داسې وکړل، عدالت ویلي دي چې د عدالت د سپکاوي په وجه دې ولې د هغه په ضد کاروایی و نه شي.

نور خبرونه

د یو شخصیت د ذاتي ګټو لپاره ددې هیواد پولیس کارول کیږي ، د اجازت بغیر د بنی ګاله امنیت لپاره د نورو صوبو پولیس د ګمارلو تیاري روانه ده

Leave a reply