شمالی وزیرستان کښې درې تنه هغه وخت اووژل شول چې موټر سایکل ی د سرک په غاړه ایښودل شوي ماین سره ټکر شو

0
167

باغی ټي وي رپورټ
په شمالي وزیرستان کې د سړک غاړې ماین چاودنې درې موټرسایکل سپاره وژلي دي.

د ضلعي انتظاميي وينا ده چي دغه پيښه په ميرعلي کښي رامخي ته شوي ده چي پکښي دري موټر سائيکل سوار مړه او پنځه کسان ژوبل شوي دي۔

له چاودنې وروسته امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
دا خبره مهمه ده چې په ټولو قبایلي سیمو کښې یو ځل بیا هدفي وژنې او ترهګریز بریدونه زیات شوي دی چې خلک د اندیښنو سره مخ کړي دي .
په شمالي وزیرستان کښې د ځایی مشرانو او احتجاج کوونکو سره د دفاع وزارت جرګه کامیاب شوې ده او ځایی خلکو خپل احتجاج ختم کړې دې.
د شمالي وزیرستان خلکو غوښتنه وه چې به سیمه کښې دې امن قایم شي، هدفي وژنې دې بندی شی او د امن ټینګښت لپاره دې ګامونه پورته شي.

Leave a reply