شمالي وزیرستان کښې د دفاع وزارت جرګې سره د ځایی مشرانو او احتجاج کوونکو خبرې کامیابې شوي دي

0
248

باغی ټي وي رپورټ
شمالي وزيرستان کښي د اتمانزو مشرانو او اولسي جرګي ترمينځه مذاکرات کامياب شوي دي۔

په خبرو کې پرېکړه وشوه، چې د ولسي جرګې په پټه د ۱۵ ورځو لپاره لارې او سوداګریز مرکزونه پرانیستل شي.

د خبرو اترو په ترڅ کې د دواړو خواوو ترمنځ هوکړه وشوه، چې ولسي جرګه به په لسو ورځو کې د اتمانزو د مشرانو غوښتنې له اړوندو چارواکو سره مطرح کوي او ولسي جرګه به د اتمانزيو مشرانو ته له چارواکو سره د خبرو اترو په اړه معلومات ورکوي.
په خبرو کې دا هم ومنل شوه چې د اتمانزو د مشرانو احتجاجي کمپ به تر دې مهاله خلاص وي او د اتمانزو قوم به د خپلواکۍ د ورځې له نمانځلو نه منع کوي.

اعتراض کوونکو خپلې غوښتنې ولسي جرګې ته وړاندې کړې او وايي، که تر پنځلسو ورځو پورې یې غوښتنې ونه منل شي، دوی به یو بل لاریون وکړي.

ياده دي وي چي شمالي وزيرستان کښي د تيري يوي مياشتي راهسي په سيمه کښي د امن او امان د خراب صورتحال له وجي اتمانزئي قوم په شپږ ځايونو کښي په احتجاجي لاریون لاس پورې کړې دې، د احتجاج کوونکو غوښتنه ده چې په سیمه کښې دې امن باوري کړې شي او د امن ټینګولو لپاره دې ګوټلي ګامونه پورته کړې شي.
دا خبره د یادونې ده چې په ۱۰ اګست
دفاع وزارت په شمالي وزیرستان کې د لاریو کوونکو سره د خبرو لپاره یوه جرګه جوړه کړه. د ۱۶ کسیزې جرګې مشري په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د اپوزیسیون مشر اکرم دراني کوي.

په جرګه کې سناتور مشتاق احمد، پروفیسر ابراهیم، امیر مقام، مولانا عطاء الرحمان، ایمل ولي، فیصل کریم کنډي شامل دي.د دوی تر څنګ به نجم الدین خان، سکندر شیرپاو، مرتضی جاوید عباسي او عبدالله نګیال هم د جرګې غړي وي، جرګه به د شمالي وزیرستان له ولسونو سره خبرې کوي.

ياده دې وي چې په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو د پېښو پر ضد له تېرو درېيو اونيو راهيسې لاريون روان دى او لاریو کوونکي غوښتنه کوي چې په سیمه کښې د هدفي وژنې بندې کړي شي او د امن ټینګښت لپاره دې عملي کار وکړې شي.
نور خبرونه

د آخري پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم سپکاوې کوونکي سلمان رشدي باندې په امریکا کښې برید شوي او سخت ټپی شوې دې

د پي ټي آیی په اړه په امریکا کښې د لابنګ لپاره د یو شرکت څخه د خدمتونو اخستلو په اړه د معاهده کولو انکشاف شوې دې

وزیرداخله د اسلام آباد پولیس د شهباز ګل د ډرایور د نیول څخه منع کړي دي

Leave a reply