وزیرداخله د فوځ اهلکارو د قربانیو ستاینه کړي، د وزیرستان برید ی غندلې او د ځوانانو حوصلې ی نورې هم لوړې کړي

0
187

باغی ټي وي رپورټ
د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله په شمالي وزيرستان كښې د ځانمرګي بريد سخته غندنه كړې۔

په ټولنيزه ميډيا جاري شوي يو بيان کې دکورنيو چارو وزير راناثنا الله په پوځي کاروان ځانمرگي بريد په سختو ټکو غندلى اؤ وئيلي يې دي هغه سرتيرو ته چې د هيواد دخدمت لپاره يې خپل ژوند قربان کړى دى درناوى وړاندې کوي.

د داخله چارو وزير رانا ثناءالله وئيلي دي چې د وطن د تحفظ لپاره به د هيڅ قسم قربانۍ څخه مخ وا نه ړوو، امنيتي ځواکونه به د دا ډول بزدلانه حملو نه نه هیڅ کله هم ډار و نه خوري.
رانا ثناالله ، وفاقی وزیر داخله په خپل ټویټ کښې لیکلي دی چې زه هغو سرتیرو ته چې د هیواد لپاره یې خپل ژوند قربان کړ، درناوی کوم او ددوی دا قربانی ستایم. هغه په ټویټ کښې زیاتوي چې امنیتي ځواکونه به د دا ډول بزدلانه بریدونو څخه ونه ویریږي.مونږ به د هېواد د ساتنې لپاره له هېڅ ډول قربانۍ څخه ډډه ونه کړواو دې قربانیو ته به دوام ورکړو.

Leave a reply