د ملالې فنډ نړۍوالو ته د افغان نجونو د ښوونځیو پۀ اړه پرانیستی لیک لېږلی دی 

0
152

د ملالې فنډ نړۍوالو ته د افغان نجونو د ښوونځیو پۀ اړه پرانیستی لیک لېږلی دی 

په دغه لیک کې ټینګارشوی ، ددې لپاره چې دغه کار وشي نن باید د افغان نجونو د راتلونکي لپاره زړور او سمدستي اقدامات ترسره کړئ. د یادونې وړ ده چې تیر کال په افغانستان کې د نظام تر ړنګیدو وروسته نوي سرپرست حکومت د نجونو پر متوسطه او ثانوي زده کړو بندیز ولګاوه.

 

(2022 / 7 / 16   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملالې فنډ خیریه بنسټ پر نړۍ غږ کړي چې د نجونو ښوونځیو د پرانیستو په هدف د ا.ا په چارواکو ډيپلوماټیک فشارونه راوړل شي.

په هېواد کې د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو د ۳۰۰ ورځو د بشپړېدو په تړاو د ملالې فنډ خیریه بنسټ اندېښنه ښودلې او د نجونو پر مخ يې د ښوونځیو پر پرانیستو ټینګار کړی دی.

دغه بنسټ ویلي، په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومې ناستې څخه وړاندې د نړۍ له مشرانو غواړي چې د نجونو ښوونځیو د پرانیستو په هدف د ا.ا په چارواکو فشارونه راوړي، د افغانستان ښوونیز نظام څخه مالي ملاتړ وکړي او د خپلو حقونو د تر لاسه کولو په برخه کې د افغان ښځو ملاتړ ته راودانګي.

په دغه لیک کې ټینګارشوی ، ددې لپاره چې دغه کار وشي نن باید د افغان نجونو د راتلونکي لپاره زړور او سمدستي اقدامات ترسره کړئ.

د یادونې وړ ده چې تیر کال په افغانستان کې د نظام تر ړنګیدو وروسته نوي سرپرست حکومت د نجونو پر متوسطه او ثانوي زده کړو بندیز ولګاوه.

Leave a reply