هند افغانستان ته د غنمو لیږلو څخه بخښنه غوښتې ده

په تورخم پوله د هند له لوري افغانستان سره د غنمو مرستو ډک ټرک افغانستان ته داخلیږي.
باغی ټي وي رپورټ
په رسنیو کښې داسې راپورونو خپاره شوي دي چې هند د افغانستان ته د نورو غنمو لیږلو څخه انکار کړې دې، داسې راپور دې چې په هند کښې د غنمو کمښت او هندي چارواکي ناکامه شوي چې دوی له افغانستان لپاره د غنمو برخه په وخت جلا کړې وې.
د انګریزې ورځپانړې دي نیوز یو راپور مطابق هند د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر په ۷ مه پاکستان ته وړاندیز کړی وو چې د پاکستان له لارې افغانستان ته د ۵۰ زره ټنه غنم او ژوند ژغورونکي درملو د لېږدولو لپاره د ټرانزیټ اسانتیا ترلاسه کړي . پاکستان د ۲۰۲۱ کال د نومبر په ۲۴مه موافقه وکړه چې افغان لاریو ته اجازه ورکړي چې د واهګه بارډر له لارې افغان ټرکونو د پاکستان په لار دا غنم افغانستان ته ورسوي.
د روان کال ۲۰۲۲ په فرورۍ میاشت کښې د هند له لوري د ۵۰ زره ټنه غنم مرستې افغانستان سره پیل شوې او په ۲۲ فرورۍ ۴۱ د افغانستان ټرکونو د واهګه بارډر څخه د غنمو دا مرستې افغانستان ته د تورخم له لارې ورسولې.
د ا ډیره د افسوس خبره ده چې د یو هندي خبریال په ټویټر پانړه پروپیګنډه کوي چې پاکستان دا غنم غلا کړي دي ، خو حقیقت دادي چې دا غنم د تورخم له لاري افغانستان ته رسول شوي او ددې تصدیق افغان چارواکو او په تورخم پوله د پاکستان کسټم هاوس چارواکي هم کوي چې د هند غنمو مرستې افغانستان ته ترلاسه شوي دي.
په تورخم پوله یو کسټم کلیرینس ایجنټ رضوان رسنیو ته اوویل چې ۳۶۰۰۰ شپږ دیرش زره ټن غنم افغانستان ته انتقال کړي او ۱۴۰۰۰ څوارلس زره ټنه غنم به نور هم افغانستان ته د تورخم له لارې ولږل شي.
خو وس په رسنیو کښې داسې راپور خپور شوې دې چې غند بخښنه غوښتنې چې نور غنم افغانستان ته ولیږی.
د یادونې ده چې د هند حکومت او د میډیا له لوري په پاکستان داسې بې بنیاده او جعلي تورونه لګي چې دا غنم په لار کښې د ځند ښکار شوي یا غلا شوي، په تورخم پوله د پاکستان کسټم ډیپارټمنټ چارواکي ددې خبرې تصدیق کوي چې دا مرستې په صحیح توکه افغانستان ته رسول شوی دي او افغان چارواکو هم دا مرستې افغان وګړو ته ورکړي دي.
په داسې وخت کښې چې افغان چارواکي هم تصدیق کوي چې دا مرستې مونږ ته رارسیدلې د هندي میډیا او حکومت له لوري داسې بیانونه چې دا مرستې غلا شوي د غندنې وړ بیانونه دي او ددې بې بنیاده تورنو له مله د هند میډیا او حکومت تور مخ نړۍ ته څرګندیږي چې دوی هروخت د پاکستان په ضد بې بنیاده او جعلي خبرونه خپروي.
……………………………………………………………





