د هند حکومت له لوري په ټویټر بندیزونه، ټویټر د مودي پر ضد مقدمه ثبت کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د مایکرو بلاګنګ ویب پاڼې ټویټر د مودي پر حکومت د نیوکو د ځپلو او د غیرقانوني بندیزونو د لګولو لپاره د فشار راوړلو لپاره یوه مقدمه ثبت کړې ده.
د ټویټر ادارې د هند په کرناټکا ایالت کې عالي محکمې ته ویلي چې د مودي حکومت له خپلو واکونو ناوړه ګټه پورته کوي چې له ټولنیزو رسنیو څخه مواد لرې کړي او اکاونټونه بلاک کړي.
په امریکا کې میشته نړیوال شرکت محکمې ته ویلي چې د هند د اطلاعاتو وزارت له خوا له خبرتیا پرته د ځینو اکاونټونو د بندولو امر صادر شوی چې په هیڅ صورت مناسب نه دی.
محکمې ته د مایکرو بلاګنګ ویب پاڼې لخوا ویل شوي چې د ټولنیزو رسنیو څخه د حکومتي ظلمونو په اړه د حقایقو لرې کولو او د اکاونټونو د بندولو لپاره فشار راوړل کیږي.
د یادونې ده چې باغی ټي وي هم د کشمیر په مسلمانانو باندې د هند مودي حکومت له لوري ظلمونه او بې انصافۍ په ټولنیزو رسنیو رپورټ کولې او دنیا ته به ی په کشمیري مسلمانانو باندې د هند حکومت ظلمونو ښودل او هم دې له امله په مودي حکومت په هند کښې د باغی ټي وي ټویټر پانړه په هند کښې بنده کړه.






