د پاکستان په فوځ د نیوکو سزا پینځه کاله قید او دوه لکه روپۍ جرمانه اعلان شوې، د عمران ریاض خان ویډیو خپره شوه

باغی ټي وي رپورټ
د باغي ټي وي د رپورټ ترمخه د اینکر عمران ریاض خان یوه ویډیو مخې ته راغلې ده چې پکښې هغه وایي چې حکومت په پاک پوځ او ادارو د تنقید کولو په اړه د سزا بل پاس کړې دې.
خبريال عمر چيمه د عمران رياض خان يوه ويډيو شريکه کړې ده چې پکې هغه وايي چې عمران رياض خان وايي چې په وسله والو ځواکونو او د هغو په ادارو نيوکې کوونکې د دوه کالو بند او پنځه لکه روپو جريمې په ضد بل منظور کړی شوی دی. دا بل پاس شو، دا بل پاس شو، ځينې پوښتنې راولاړې شوې، ځينې شيان روښانه شول، څرګنده شوه چې د منظم پلان له مخې د پاکستان پر پوځ نيوکې روانې دي، له منظم پلان سره يې نواز شريف پيل کړی، د پوځ سپکاوی يې کړی دی. په هر لاریون کې د پوځ په ضد شعارونه ورکول، د جنرالانو په نوم یې بې اساسه تورونه لګول، دا لړۍ یې پیل کړه.
فوج پر تنقید کرنا کیوں غلط ہے اور اسکے سدباب کیلئے قانون سازی کیوں کی گئی ہے؟ سنئیے pic.twitter.com/3R9qQM4BJs
— Umar Cheema (@UmarCheema1) July 6, 2022
عمران ریاض خان زیاته کړه چې دې پروپاګند د پاکستان په وسله والو ځواکونو کې ګډوډي رامنځ ته کړې ده، دا پروپاګند دومره حد ته رسېدلی چې سړکونو ته راوتلی دی، خلکو په سوشل میډیا اور اچولی دی، د پیډ کمپاین روان دی. ناامني ثابتوي چې له همدې امله دا ګام پورته شوی دی
عمران ریاض خان زیاته کړې، هغه کسان چې پر پوځ نیوکې کوي، بدې خبرې کوي، هغه څوک چې له پوځ سره مینه لري اغېزمن ځواب نه ورکوي، سخت ځواب باید ورکړې شوې وې او دا پروپېګنډه باید بنده شوې وای.
یہ بل پی ٹی آئی حکومت نے اپوزیشن کی مخالفت کے باوجود منظور کیا تھا
عمران ریاض خان ہو یا کوئی بھی جو اداروں پر تنقید کرے اسکی گرفتاری کے بعد احتجاج کی بجائے پی ٹی آئی اپنے لائے گئے بل کے مطابق قانون پر عملدرآمد کروائے اور سزا دلوائے pic.twitter.com/KZwVHubobX— ممتاز حیدر (@MumtaazAwan) July 6, 2022
د او ویډیو د هغه وخت ده چې د پي ټي ائي حکومت وو، د پي ټي ائي حکومت له ړنګېدو وروسته عمران رياض خان د پاکستان پر پوځ نيوکې پيل کړې وې چې له هغې وروسته د عمران رياض خان پر ضد مقدمې درج شوې وې. عمران ریاض خان تیره شپه د ملک په یو شمیر ښارونو کښې دده په ضد مقدمې ثبت شوې وې، اسلام آباد هائی کورټ عمران ریاض خان ته د توهین عدالت درخواست په اړه ویلي دي چې دې باید د لاهور هائی کورټ ته رجوع وکړي ځکه چی د هغه ګرفتاري د پنجاب نه شوې ده.
بل لوري ته دخبريالانو لخوا وئيلي شوي دي چې عمران رياض خان اوس خبريال نۀ دى پاتې او خبريال غير جانبدار وی اؤ يواځې خبرونه ورکوي، عمران رياض خان نۀ يواځې په يوټيوب اؤ ټويټر دپي ټي ائي وياند وو بلکه هغه وس پرله پسې د پاکستان پر پوځ نیوکې پیل کړې وې.






