جمعیت علمای اسلام ف د سندهه حکومت په ضد د تحریک پیل کولو اعلان کړې دې

0
168

باغي ټي وي رپورټ
د وفاق په اتحاد کې شامل مهم ګوند جمعیت علما اسلام (جے یو آئی) د سندهه حکومت خلاف د تحریک اعلان کړی دی.

په لاڑکانه کې د یوې خبري غونډې په مهال د جے یو آئی-ایس سیکرټري جنرل راشد محمود سومرو په پيپلز ګوند تور ولګاوه چې د سندهـ 14 ضلعو کې په بلدياتي انتخاباتو کې درغلۍ کوي.

راشد محمود سومرو ويلي چې د بلدياتي انتخاباتو د درغليو نتيجې ردوي او د کارکنانو په ضد د تشدد او ترهګرۍ د کيسونو وروستو به په وفاق کې په اتحاد غور کوي.

د جے یو آئی مشر اوویل چی بلدیاتی انتخاباتو کښي زمونږ په کارکنان ډزی شوی دی او زمونږ د خپلو کارکنانو خلاف ایف آئي آر درج کړے شوی دی.

راشد محمود سومرو هم د ګوند له مشرتابه څخه غوښتنه وکړه چې د زرداري بهګاو، سنده بچاؤ تحریک دې پیل کړي.

د یادونې ده چې جې یو آیی ف په مرکز کښې د اتحادي حکومت برخه او ملاتړ کوي خو سندهه کښې ی د صوبایی حکومت په ضد د تحریک پیل کولو اعلان کړې دې.

Leave a reply