ددې حکومت بنیادي مقصد هم دادې چې ځان لپاره این آر او واخلي: عمران خان
باغی ټي وي رپورټ
پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې په قوانینو کې بدلون به جرمي مافیا ته این آر او ورکړي.
خپل يو بيان کښې عمران خان وئيلي دي چې په حکومت کښې د پي ډي ايم د داخلېدو يواځينۍ مقصد اين آر او ترلاسه کول وو او د نيب د نويو قوانينو له مخې به د 1100 اربه روپو تر تحقيقاتو لاندې اوس د نېب د اختيار نه بهر وي.
هغه وويل په قوانينو کې دبدلون بدلون به جرمي مافيا ته اين آر او ورکوي، تاريخ به هغه ټول خلک هير نۀ کړي او نۀ به يې بخښي، تاريخ به هغه کسان نۀ بخښي کوم چې په سازش کې برخه اخستې وه اؤ د سازش د کامیابۍ لپاره د ټولو نه وړاندې وو.
پخواني لومړي وزير وويل چې له يوې خوا هېواد روغ نه دى او له بلې خوا د غلو د معافولو هڅې روانې دي.پخواني وزیراعظم زیاته کړه چې مونږ به د جنایتکارې ډلې ددې شرمناکې هڅې په هره کچه مقاومت وکړو.