وزیرداخله په عمران خان نیوکې کړي دي

0
206

باغي ټي وي رپورټ
د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثناء الله یو ځل بیا د پاکستان تحریک انصاف په مشر عمران خان نیوکې کړي دي.

د جيو نيوز پروګرام ‘نوي پاکستان’ کې د خبرو پر مهال رانا ثناءالله وويل چې د عمران خان خپلو خلکو معلومات ورکړي چې هغه يو ليونی سړی دی.

رانا ثناءالله وئيلي دي چې پاکستان تحريک انصاف د فنانشل ايکشن ټاسک فورس (اېف اے ټي ايف) په اړه څه نه دي کړي ولې عمران خان د اپوزيشن ليډر سره لاس اخستو ته تيار نه وو۔
هغه زياته کړه چې عمران خان د خپلې خوښې قاضي ټاکلو سره مخالفانو ته د سزا ورکولو پروګرام جوړ کړى و چې د عمران خان د لرې کولو يو لامل هم همدا وو.

Leave a reply