د پنجاب حکومت ویاندې په عمران خان تور لګولې دې

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم لیګ (ن) پنجاب ویاندې عظمی بخاري تور لګولی چې عمران خان د ځورول شوې ښځې ویډیو د هغې له رضایت پرته چلولې او د نیب پخوانی مشر یې د مخالفانو پرضد د مقدمې جوړولو لپاره بلیک میل کړی دی.
لاهور کښې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال عظميٰ بخاري وويل پخواني حکمرانانو غوښتل چې دمخالفينو په ضد د آرټيکل شپږم لاندې مقدمې درج کړي.
عظمي بخاري ویلي، عمران خان د خپل حکومت د چلولو لپاره له ادارو کار اخیستی، د ځورول شوې ښځې ویډیو د هغې له رضایت پرته چلول شوې.
ده ووئيل چې د جاويد اقبال په وسيله د مسلم ليګ ن مشرانو په ضد مقدمې جوړې كړې شوې۔






