د پاکستان خبریالانو اتحادیی د پي ټي آیی د مشرانو جعلي خبرونو غندنه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان براډکاسټرز ایسوسی ایشن (PBA) او د آل پاکستان نیوز پیپرز ټولنې (APNS) په یوه ګډه بیانیه کې د تحریک انصاف د ځینو مشرانو بې اساسه پروپاګند غندلی دی.
په دغه ګډه اعلاميه کې د پي ټي ايي د ځينو مشرانو د جعلي او ناوړه تبليغاتو د غندلو ترڅنګ ويل شوي، چې دغه بې بنسټه تبليغات د ملي رسنيو د بدنامولو په موخه دي.
د بيان ترمخه فواد چوهدري، شهباز ګل او حماد اظهر په پرله پسې توګه جعلي خبرونه خپروي، د جعلي خبرونو خپرولو مقصد د ميډيا له لارې ارزانه شهرت ترلاسه کول دي.
په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې که د رسنیو ضد کمپاین ودرول نه شي، دوی به له خپل اساسي قانون څخه کار واخلي او پر ضد به یې د بدنامۍ مقدمه درج شي.
PBA او APNS هم په ټولنیزو رسنیو کې د پی ټي آی د مشرانو په پارونکي کمپاین خواشیني څرګنده کړې. په ګډه اعلامیه کې زیاته شوې چې په کمپاین کې د اعلاناتو له اندازې زیاتې مبالغه شوې او د رسنیو صداقت تر پوښتنې لاندې دی.
PBA او APNS هم له عمران خان څخه د ګوند د مشرانو په وړاندې د اقدام غوښتنه کړې چې جعلي خبرونه خپروي.






