دوه ډاکوان د خپلو ملګرو په ډزو وژل شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
ساهيوال ډيره رحيم ډويژن کښي دپوليسو ترمينځه مقابله کښي دوه وسلوال خپلو ملګرو د ډزو له امله وژل شوي دي.
دپوليسو وينا ده چې په دوه موټر سائيکل سورو څلورو وسله والو د یو ښاروال څخه موټر سائيکل وتښتول.
پولیسو ددوی مخه ونیوله او د غلو او وسلی والو(ډاکوانو) ترمینځ ډزي پیل شوې، د خپلو ملګرو د ډزو په وجه دوه وسلوال اووژل شول او دوه نور په تيښته بريالي شوي دي۔
پولیس وايي، وژل شوي کسان د سفارش علي او غلام علي په نومونو پیژندل شوي، چې دواړه د غلا، شوکمارۍ او غلا په لسګونو قضیو کې پولیس ته مطلوب وو.
………………………






