عمران په ضد د ناباورې تحریک، رای اچوونه به څنګه شي؟

باغی ټي وي رپورټ
د عدم اعتماد په تحريک باندې د رايې اچولو طریقه څه داسې ده چې د ملي اسمبلۍ هغه غړي چې دوی غواړي وزيراعظم له دندې لرې کړل شي، یو جلا ځای کې راغونډ شي او بیا به دا غړي وشمیرل شي.
دغه راز د اسمبلۍ هغه غړي چې غواړي صدراعظم پاتې شي، په خپلو څوکیو د پاتې کېدو اختیار لري. دا ځکه چې که د حکومت کوم غړی راپورته شي او اپوزیشن سره یو ځای شي نو دې سره د هغه په ضد د نااهلې کاروایی هم کیدې شي. د اپوزيشن لخوا د عدم اعتماد تحريک جمع کولو له وجې د دوي ذمه واري ده چې د ريفرنډم په ورځ د وزيراعظم په ضد 172 غړي وړاندې کړي.
که چیرې اپوزیشن د 172 غړو ملاتړ ترلاسه نکړي نو د لومړي وزیر پروړاندې به د عدم اعتماد تحریف ناکام شي او هغه به په خپله دنده پاتې شي ، که اپوزیشن 172 یا د دې څخه زیاتو غړیو رای ترلاسه کړي نو لومړی وزیر به استعفا ورکړي او د هغه ټوله کابینه به هم ماته شي.






