ملک کې ټاکنې زر هم کیدې شي: شیخ رشید

0
117

باغی ټي وي رپورټ
دکورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد وئيلي دي چې په پاکستان کې ښايي ډير زر انتخابات ترسره شي خو دى غواړي هيواد او جمهوريت مخ په وړاندې لاړ شي.

لاهور کښې ميډيا سره خبرو کښې شيخ رشيد وئيلي دي چې نن به تاسو ښه خبرونه واوري، هيله ده حالات ورځ په ورځ ښه شي.
په پيپلز پارټۍ نيوکه کولو سره دکورنيو چارو وزير وويل د بلاول د شود(پیو) غاښونه لا نۀ دي مات شوي، اپوزيشن په خپله جال کې خپله نښتې دې، د ٢٥م مارچ څخه وروستو به يواځې دعاګانې کولى شي په داسې حال کې چې مسلم ليگ ن د ووټ احترام ورکولو نظریه ښخه شوې ده.
ده ووئيل چې مسلم ليګ (ن) د لانګ مارچ شيډول وړاندې كړي ولې تراوسه د غونډې د اجازې په اړه كومه غوښتنه نه ده ترلاسه شوې۔

Leave a reply