د لنډیکوتل ډس ایبل کرکټ لوبډلې د پاکستان د ورځې په اړه تابیا شوې سیالي وګټله

0
160

باغی ټي وی رپورټ
د مارچ په ۲۳ مه د پاکستان د ورځې په مناسبت د ضلع خیبر په جمرود سپورټس کمپلکس کښې د تحصیل باړه او تحصیل لنډی کوتل د معذوره کرکټ لوبغاړو لوبډلو ترمینځ یوه زړه راښکونکې سیالۍ ترسره شو.
د سیالۍ لیدلو له ډیر خلق راغلي وو، دا سیالۍ د اسد شینواری په مشرۍ کښې د تحصیل لنډیکوتل لوبډلې وګټله او د لنډیکوتل اولس ځخه ی داد او ستاینه واخسته.
لومړی توپوهنه لنډیکوتل لوبډلې وکړه او په ۱۵ اورونو کې ی ۱۵۵ منډې جوړې کړې.
ددې په ځواب کې د باړه تحصیل لوبډلې صرف ۱۲۰ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي ی وسوځیدل. د لنډي کوتل لپاره اسد شینواري ۳، محمدالله اپریدي ۳ او اسلام الدین درې درې لوبغاړي وسوځول او باړه تحصیل له ی ماتې ورکړه.
په پای کې ګټونکې لوبډلې ته لس زره او دوهمې لوبډلې ته پنځه زره روپۍ نغده جایزه هم ورکړل شوه. لوبغاړي اسد شینواري، محمد الله او شيرعلي آفريدي د ضم ضلعو سپورټس ډایریکټر او د ډسټرکټ سپورټس منيجر راهد ګل ملاګوري څخه ځانګړې مننه وکړه.
لوبغاړو اوویل چې مونږ د چارواکو څخه طمعه لرو چې د معذوره لوبغاړو لپاره د لوبو سهولتونه ورکړي او ددې لوبغاړو مالي مرستې وشي چې دوی وکولې شي د خپل قوم او ملک نامه روښانه کړي.

Leave a reply