ناټو د اوکراین پۀ اړه غونډه کوي 

0
129

ناټو د اوکراین پۀ اړه غونډه کوي 

سپينې ماڼۍ ویلي چې پر اوکراین د روسیې یرغل او د احتمالي اقداماتو ترسره کول به هم ددې غونډې برخه وي. بایډن به همدا راز د اروپايي شورا په غونډه کې خبرې کوي او د امنیت او راتلونکې په اړه به خپلې څرګندونې لري.

(2022 / 3 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د وروستیو معلوماتو له مخې د امریکا ولسمشر جو بایډن هم په دې غونډه کې ګډون کوي.

د سپينې ماڼۍ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه غونډه د مارچ میاشتې په ۲۴ مه جوړېږي او ولسمشر بایډن به په دې غونډه کې د ناټو له غړو سره یو ځل بیا خپلې ژمنې تکرار کړي او پر دې به ټینګار وکړي چې ګډې دفاع ته تیار دي.

Leave a reply