یوه کاناډايي ځوان؛ د افغانستان ۱۸ ولایتونو ته پرته له وېرې سفرونه کړي

یوه کاناډايي ځوان؛ د افغانستان ۱۸ ولایتونو ته پرته له وېرې سفرونه کړي
هغه زیاته کړه چې په خپل دې سفر کې یې د افغانستان له مختلفو قومونو لکه بلوڅو، پښتنو، تاجکو، ایماقو، هزاره او اوزبکو سره کتلي دي. د فرانک په وینا، د افغانانو له خوا د بهرنیانو ډېره میلمه پالنه ورته حیرانونکې ده.
(2022 / 2 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
یوه کاناډایي ځوان، د افغانستان ۱۸ولایتونو ته له ستونزې او وېرې پرته سفرونه کړي، نوموړی وایي اوس افغانستان د بهرنيو سيلانيانو لپاره خوندي هېواد دی.
فرانکو هېواد کې تر تحول وروسته افغانستان ته د راتګ لپاره زړه ښه کړی او د دغه جګړه ځپلي هېواد ۱۸ ولایتونو ته یې سفرونه کړي دي.
فرانک له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې هیله لري ټوله نړۍ او مختلف هېوادونه وګوري او له بېلابېلو کلتورونو او تمدنونو څخه يې لیدنه وکړي. نوموړی تر دې دمه چین، مصر، روانډا او ایتوپیا ته تللی دی.
ده ویلي د روان کال په سپټمبر او اکتوبر کې په پاکستان کې و، خو کله چې وپوهېد افغانستان کې جګړه ختمه شوې او سوله راغلې، نو ځکه دلته راغلی دی.
دی وايي، په پېښور کې یې د افغانستان له قونسلګرۍ د سیاحت ویزه اخیستې، د تورخم له لارې کابل ته راغلی او په دوو میاشتو کې یې د هېواد ۱۸ ولایتونو ته سفرونه کړي دي.
خو هغه له یادو ولایتونو د کابل، پنجشیر، بامیان، بلخ، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، نیمروز، هلمند، پکتیا او کندهار نومونه یاد کړي دي.