د خوړو نړیوالو پروګرام: شاوخوا ۹ میلیونه وګړي د قحطۍ په یو قدمۍ کې دي

د خوړو نړیوالو پروګرام: شاوخوا ۹ میلیونه وګړي د قحطۍ په یو قدمۍ کې دي
په افغانستان کې شاوخوا ۹ میلیونه وګړي د لوږې او قحطۍ په یو قدمۍ کې دي. په کابل کې د خوړو نړیوال پروګرام مسوولینو ویلي چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې او بېوزلۍ سره مخ دي.
(2022 / 2 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په افغانستان کې شاوخوا ۹ میلیونه وګړي د لوږې او قحطۍ په یو قدمۍ کې دي. په کابل کې د خوړو نړیوال پروګرام مسوولینو ویلي چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې او بېوزلۍ سره مخ دي.
د سرچینې په خبره سره له دې چې نړیوالو له افغانستان سره د مرستې ټټر وهلی دی، خو دا مرستې کافي نه دي او لوږه ورځ تر بلې د لا ډېرو افغانانو لمن نیسي.
د خوړو نړیوال پروګرام مسوولین وایي چې په افغانستان کې دمګړی شاوخوا ۹ میلیونه وګړي د سختې قحطۍ په یو قدمۍ کې دي. بلخوا د بشري مرستو د همغږۍ مسوولینو هم ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري. د سرچینې په خبره دا د افغانستان د ټول نفوس له درېیو دوه برخې جوړوي.
د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو نورو ادارو تر دې وړاندې هم دلته د لوږې او قحطۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړې او تر څنګ یې له نړیوالو میلیاردونه ډالر د بشردوستانه مرستو لپاره غوښتي.





