برېټانیوي چارواکو ویلي چې افغانستان ته پر مرستو رسولو باید فکر وشي

برېټانیوي چارواکو ویلي چې افغانستان ته پر مرستو رسولو باید فکر وشي
دغه برېټانوي چارواکي اندېښنه ښيي چې که بندیزونه همداسې پر ټولو برخو دوام کوي، د بشردوستانه مرستو او خدماتو لپاره نوې لارې چارې او تعریفونه نه رامنځ ته کېږي، نو بشري ناورین به لا پراخ شي او د میلیونونه انسانانو ژوند به له خطرونو سره مخ کړي.
(2022 / 1 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په افغانستان کې د بشري مرستو د رسوولو لپاره پر نوو لارو چارو فکر په کار دی.
څو پخوانیو لوړپوړو برېټانوي چارواکو ګارډین ورځپاڼې ته په یوه لیک کې ویلي چې په افغانستان کې بشري ناورین روان دی او د نړیوالو مسوولیت دی چې ددغه ناورین مخه ونیسي.
دوی وایي په ځينو مواردو کې دې بندیزونه پر خپل ځای وي، خو هغه برخې چې عامه خدمات وړاندې کوي، بشري فعالیتونه ترسره کوي او د عامو افغانانو ژوند ورپورې تړلی باید له بندیزونو خوندي وي او اجازه ورکړي چې نورمال فعالیتونه ولري.