داعش ترهګرې ډلې په عراقي ځواکونو خونړی برید کړی دی

داعش ترهګرې ډلې په عراقي ځواکونو خونړی برید کړی دی
د عراق د دیالا د عملیاتو قومندانۍ د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې داعش ترهګرې ډلې په دیالا ولایت کې په پوځیانو برید کړی چې په پایله کې ۱۱ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
(2022 / 1 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د عراق په ختیځ کې داعش ترهګرې ډلې پر عراقي ځواکونو خونړی برید کړی چې په نتیجه کې ۱۱ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی.
د عراق د دیالا د عملیاتو قومندانۍ د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې داعش ترهګرې ډلې په دیالا ولایت کې په پوځیانو برید کړی چې په پایله کې ۱۱ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په بیان کې راغلي دي چې د برید نه وروسته د پيښې ځای ته یو لوړپوړی پوځي هیئت استول شوی او د پيښې په اړه يي په تحقیقاتو پيل کړی دی.
همداشان په سیمه کې د پلټنې عملیات پيل شوي دي.






