ملګري ملتونو،نړۍ دې په مقبوضه کشمیر کې د هندي فوځ د جنګي جرمونو نوټس واخلي: عمران خان

0
138

باغی ټي وي رپورټ
لومړي وزیر عمران خان د چهارشنبې په ورځ له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د هند تر ولکې لاندې جمو او کشمیر کې د هند د جنګي جرمونو په اړه اقدام وکړي.

عمران خان د خود ارادیت د ورځې په موقع په خپل ټویټر پیغام کې ویلي، “نړیواله ټولنه، په ځانګړې توګه ملګري ملتونه باید په مقبوضه کمشیر کې د هند د جنګي جرمونو او د انسانیت ضد جرمونو په اړه اقدام وکړي، ځکه چې کشمیریان د هند د اشغال او ظلمونو رد او مقاومت ته دوام ورکوي.
لومړي وزیر وویل چې په کشمیر کې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د ټولپوښتنې لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا (UNSC) ژمنې نه دې بشپړه شوې ،هغه وایی چې دمودي حکومت په بې رحمۍ سره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا قراردادونو، نړیوالو بشري قوانینو او نړیوالو کنوانسیونونو په شمول د څلورم جنیوا کنونشن څخه هم سرغړونه کړې؛ او د IIOJK د وضعیت او ډیموګرافي بدلولو په لټه کې د جنګي جرمونو مرتکب شوې دې.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي چې پاكستان د كشميريانو د حق خود اراديت لپاره د منصفانه مبارزې لپاره په خپلو ژمنو ټينګ ولاړ دے او د کشمیریانو د خپلواکې او آزادۍ ملاتړ او حمایت کوي.

Leave a reply