درې افغان لوبغاړي د PSL سیالیو کې واخستل شول 

0
212

درې افغان لوبغاړي د PSL سیالیو کې واخستل شول

پاکستان کې د لوبغاړو دغه بولۍ تېره ورځ ترسره شوه چې پکې د کوټې ګلاډیټرز لوبډلې نوین الحق او نور احمد لکڼوال او اسلام اباد یونایټډ لوبډلې رحمان الله ګربز واخیستل.

 

(2021 / 12  / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان کرکټ سوپر لیګ سیالیو کې رحمان‌الله ګربز، نوین‌الحق او نور احمد واخیستل شول.

پاکستان کې د لوبغاړو دغه بولۍ تېره ورځ ترسره شوه چې پکې د کوټې ګلاډیټرز لوبډلې نوین الحق او نور احمد لکڼوال او اسلام اباد یونایټډ لوبډلې رحمان الله ګربز واخیستل.

د یادونې ده چې پېښور زلمي ټیم حضرت الله ځاځی چې تېر کال هم دغه لوبډلې ته لوبېدلی و، بېرته واخیست.

د یادونې ده چې محمد نبي عیسی‌خېل او راشد خان به له خپلو پخوانیو لوبډلو سره پاتې شي.

د پاکستان تجارتي کرکټ سیالۍ د ۲۰۲۱ کال جنوري میاشتې په وروستیو کې پیلېږي.

Leave a reply