خیبر فټ بال کلب ضلع کرم فټ بال کلب ته ماتې ورکړه.

0
224

باغی ټي وي رپورټ
د ټولو ضم قبایلي ضلعو د لوبو په میله کې د ضلع خیبر فټ بال ټیم لوبغاړو سیمي فاینل لوبې ته لار جوړ کړې ده.

د خیبر فټ بال کلب ټیم منیجر امان شینواري میډی ته اوویل چې کوارټر فاینل مو د کرم ضلعي ټیم نه وګټلو .
هغه اوویل چې سیمې فاینل مقابله به مو ضلع بنو سره وی او زمونږ لوبغاړي چمتو دي چې بنو سره ښه مقابله وکړي.
د یادونې ده چې په ۵ پینځم ضم قبایلي ضلعو د لوبو میله کې د ضلع خیبر ټیبل ټینس ټیم پرون په ۵ ځل هم اول پوزیشن وګټل.
د قبایلي سیمو لوبغاړو او ځوانانو د ضم قبایلی ضلعو ډایریکټر پیر عبدالله شاه او د ټولو ضلعو د سپورټس محکمې ډی ایس اوز او نور اهلکارو ستاینه کړې چې دوی لپاره ی ددي لوی رنګینې د لوبو میلې تابیا کړې ده.

Leave a reply