د ا.ا.ا وايي ؛ هغو کسانو ته پۀ لیکو کې ځای نۀ ورکوو چې نظام او دین ته ژمن نۀ وي

د ا.ا.ا وايي ؛ هغو کسانو ته پۀ لیکو کې ځای نۀ ورکوو چې نظام او دین ته ژمن نۀ وي
د دې کمېسیون یوه غړي وویل، ا.ا یو اسلامي نظام دی او په خپلو افرادو کې يې د هغو کسانو تصفیه په جدي توګه پیل کړې، چې د ا.ا له نوم څخه ناوړه ګټه اخلي. د نوموړي په خبره، هر هغه کس چې دین او نظام ته ژمن نه وي، نو نظام کې هم ورته ځای نشته.
(2021 / 11 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا.ا د صفوفو د تصفیې کمېسون وایي، د ا.ا په صفوفو کې هغه کس ته ځای نشته چې د ا.ا د اصولو خلاف وي او مشرتابه د صفوفو د تصفیې لپاره د پنځو نورو کمېسینونو د جوړېدو پرېکړه کړې ده.
د صفوفو د تصفیې کمېسیون نن په خپله لومړۍ ناسته کې پر دې ټینګار کړی چې د ا.ا د اصولو خلاف هر هغه کس به له صفوفو ایستل کېږي چې د امارت له نوم څخه ناسمه ګټه پورته کوي.
د دې کمېسیون یوه غړي وویل، ا.ا یو اسلامي نظام دی او په خپلو افرادو کې يې د هغو کسانو تصفیه په جدي توګه پیل کړې، چې د ا.ا له نوم څخه ناوړه ګټه اخلي. د نوموړي په خبره، هر هغه کس چې دین او نظام ته ژمن نه وي، نو نظام کې هم ورته ځای نشته.
د صفوفو د تصفیې غړی زیاتوي د ا.ا د صفوفو د تصفیې لپاره مشرتابه د پنځو نورو کمېسیونونو د جوړېدو سپارښتنه کړې چې دې سره به د تصفیې پروسه نوره هم ګړندۍ شي.
نوموړی وايي، د پخواني نظام ټولو نظامي کارکوونکو ته عمومي عفوه شوې او هېڅوک حق نه لري چې د تېر نظام کارکوونکی په یو او بل نوم وزوروي او د ا.ا لخوا دا جرم ګڼل کېږي.





