سعودي عربستان په خپله هوايي اډه کې د بهرنیو ځواکونو د شتون راپورونه رد کړي دي

0
141

باغی ټي وي رپورټ
سعودي عربستان په خپله هوايي اډه کې د بهرنیو ځواکونو د شتون راپورونه رد کړي دي.

د سعودي د دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په طائف کې د پاچا فهد په هوايي اډه کې د بهرنیو ځواکونو د حضور په اړه اوازې بې بنسټه دي.

د سعودي رسنیو ویلي، دا اوازې د حوثي یاغیانو پر وړاندې د امریکايي او برتانوي ځواکونو له بریدونو مخکې خپرې شوې وې.
دعربي ميډيا له مخې سعودي عرب تر دې وړاندې هم په يمن دامريکا او برتانيې په هوايي بريدونو اندېښنه ښودلې ده.

د یادولو وړ ده چې امریکا او انګلستان تیره ورځ په یمن کې د حوثي یاغیانو پر خلاف نوې جبهه پرانستله او د امریکا او برتانیې الوتکو د یمن پر حوثي یاغیانو چې د فلسطین نه د خپل ملاتړ په څرګندولو کې مخکښ وو بمباري پیل کړه. ترسره کړی دی.

د عربي رسنیو د راپور له مخې، د جنګي الوتکو، کښتیو او اوبتلونو په مرسته، د یمن په پلازمینه صنعا، د الحدیده بندري ښار او د صعده په شمالي ښارګوټو کې تر سلو زیات ځایونه د ټام هاک توغندیو بریدونه شوي دي. په بریدونو کې هم کارول شوي.

Leave a reply