قریشي: نړۍ دې طالبانو سره مرسته وکړي

قریشي: نړۍ دې طالبانو سره مرسته وکړي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې نړۍ دې طالبانو سره مرسته وکړي.
2021 / 8 / 23 نېټه باغي ټلویزیړن)
پاکستان وايي نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره مذاکرات پیل کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې د سیمې هېوادونو ته سفر کوي او دوی هڅوي چې طالبانو سره مرسته وکړي.
ښاغلي قریشي زیاته کړې چې نړۍ دې طالبانو سره د ټول منلپ حکومت په جوړښت کې مرسته وکړي او پرېدېږدي چې دوی هېواد ته کار وکړي، هغه همداراز ویلي چې باثباته او امن افغانستان د سیمې په ګټه ده او هر څومره چې کېږي باید د افغانستان امن ساتلو کې د سیمې هېوادونه مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم پخپلو خبرو کې ویلي ؤ چې افغانستان اوس آزاد او د غلامانو له واکمنۍ خلاص شو.






