ملګري ملتونه وايي چې افغان مېرمنو ته باید د زده کړو زمینه برابره شي 

0
223

ملګري ملتونه وايي چې افغان مېرمنو ته باید د زده کړو زمینه برابره شي 

لاینز ډاډ ورکړی چې دوی په افغانستان کې د مېرمنو له تحصیلي او تعلیمي برخو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او په دې لټه کې دي چې د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې په بشپړه توګه د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

 

(2021 / 10 / 26   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګرو ملتونو یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې په هېواد کې به د نجونو د زده کړو او تحصیل د ادامې لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز د هېواد له بېلابېلو ولایتونو له راغلو مېرمنو سره کتلي دي.

اړوند موضوعات: 

م،م: د افغان مېرمنو د حقونو خوندیتوب لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو

په دې لیدنه کې دواړو لورو په هېواد کې پر روان وضعیت، د مېرمنو پر حقونو او نورو اړوندو مسایلو خبرې کړې دي.

لاینز ډاډ ورکړی چې دوی په افغانستان کې د مېرمنو له تحصیلي او تعلیمي برخو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او په دې لټه کې دي چې د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې په بشپړه توګه د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

دوی ټینګار کړی چې زده کړې او تعلیم د نجونو حق دی او باید ورکړل شي، ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم ویلي چې په افغانستان کې به د ښځينه وو د حقونو د خوندیتوب لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

Leave a reply