د لاهور هائي کورټ د تحريک انصاف د مشر چوهدري پروېز الهي د خوشي کولو امر کړی دی.

باغی ټی وی رپورټ
د لاهور هائي کورټ سنگل بينچ د پرويز الهي د ګرفتارۍ په ضد د درخواست اورېدنه کړې چې پکښې نيب چارواکو پخوانې وزيراعلي عدالت کښې وړاندې کړې دې۔
پروېز الهي د نيب لخوا خپله ګرفتاري عدالت کې چيلنج کړې وه او جسټس امجد رفيق ډي جي نيب ته خواست کړی وو چې که پرويز الهي وړاندې نه شو نو وارنټ دې جاري کړي.
د جمعې په ورځ عدالت د پرويز الهي په درخواست فيصله وکړه او د هغه د خوشي کولو امر يې وکړ.
لاهور هائي کورټ کښې د اورېدنې په مهال جسټس امجد رفيق پوښتنه وکړه چې احتساب عدالت ته وئيلي شوي وو چې انټر کورټ اپيل خارج کړے شوے دے۔ په دې اړه د نیب پراسیکیوټر وویل چې دا زما په علم کې نه ده.
د نيب پراسيکيوټر په جواب کښې جسټس امجد رفيق وويل چې مکمل انکوائري به کوي، زه اوس د پرويز الهي د فوري خوشي کولو امر کوم.
ياده دي وي چي کله پرويز الهي په اول ځل لاهور هائي کورټ کښي درخواست جمع کړے وو نو عدالت ئي په ټولو کيسونو کښي ضمانت منظور کړے وو او حکم ئي ورکړے وو چي د عدالت د سنگل بينچ د پريکړو په ضد دي په هيڅ قسمه انکوائري کښي ګرفتار نه شي۔ د پنجاب حکومت د دوه کسيزه بنچ په وړاندې اپيل دائر کړے وو چې د سنگل بينچ فيصله يې وځنډوله.
بلخوا نيب پرويز الهي د کک بیکک کيس کښې ګرفتار کړے دے۔






