په پاکستان کې د سرو زرو بیه په پرله پسې دریمه ورځ لوړه شوې ده.

باغی ټی وی رپورټ
په هېواد کې نن د يو تول سرو زرو بيه ٣٤٠٠ افغانۍ لوړه شوې ده.
د آل پاکستان جیمز اینډ جیولرز ایسوسی ایشن ترمخه د سرو زرو په نرخ کښې د ۳۴۰۰ روپو زیاتیدو سره د یو تول سرو زرو بیه دوه لاکه ۳۹ زره څلور سوه روپو ته رسیدلې ده.
د دې تر څنګ د ۱۰ ګرامه سرو زرو بیه ۲۹۱۵ کلدارې ۲ لاکه ۵ زره ۵۹۰ روپۍ ته رسېدلې ده.
دغه راز په نړيوال بازار کې د يوانس سرو زرو بيه له اووه ډالرو څخه ١٩٤٥ ډالرو ته لوړه شوې ده.






