د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) قانوني ډلې د سېفري کیس کې د عمران خان د عدالتي ریمانډ په اړه د شپې ناوخته یوه اوږده غونډه وکړه.

0
171

باغي ټي وي رپورټ

د سرچينو ترمخه دپي ټي ائي قانوني ډلې تيره ورځ دپيښور مقدمې په اړه څلور ساعته اوږده غونډه وکړه چې دشپې يو بجه ختمه شوه.

سرچينې وائي چې په غونډه کې دپي ټي ائي قانوني ټيم دوکيل پرته په ريمانډ کې په دې اړه حيرانتيا څرگنده کړه.

سرچينې وائي چې دتحريک انصاف قانوني ټيم نه پوهيږي چې دپي ټي ائي چيئرمين په جوډيشل ريمانډ کې دى، دپي ټي ائي چيئرمين په غونډه کې هم دکوم وکيل يا ميرمنې دجوډيشل ريمانډ ذکر نۀ دى کړى.

د سرچينو ترمخه قانوني ډلې وئيلي دي چې دپي ټي ائي چيئرمين پخپله دسيفر په مقدمه کې د ريمانډ څخه ناخبره دى.

ياده دې وي چې د تحريک انصاف چيئرمېن عمران د سېفري کيس کښې د اګست تر 30مې نيټې پورې په جوډيشل ريمانډ کښې دے او د اسلام آباد سيکرټ ايکټ کورټ جج ابوالحسنات به نن د سيفرېټ کيس سماعت کوي۔

تيره ورځ دقانون دوزارت لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي وؤ چې دامنيتي انديښنو په نظر کې نيولو سره به دعمران خان په ضد دسيفري قانون اوريدنه په اٹک جيل کې کيږي.

بل لوري ته پاکستان تحریک انصاف په اٹک جېل کې د عمران خان د اورېدنې پرېکړه رد کړې او د سېفري مقدمې اورېدنه یې په علني عدالت کې کړې ده.

ياده دې وي چې عمران خان د اګست په پنځمه له لاهور څخه نيول شوی و او د توشه خانې په کيس کې د درې کلن بند سزا اورولو وروسته اٹک جيل ته لېږدول شوی و، خو د اسلام اباد هايي کورټ د توشه خانې په کېس کې د عمران خان سزا ځنډولې وه. د سیفر په قضیه کې د هغه د نیول کیدو له امله د هغه خوشې کول ممکن نه وو.

Leave a reply