د توشه خانې په مقدمه کې نيول شوي پخواني وزيراعظم عمران خان سره د هغه مېرمن بشرې بي بي په اٹک جيل کې ليدلي دي.

باغی ټی وی رپورټ
د عمران خان وکيل نعيم حيدر پنجوته وايي، اسلام اباد هايي کورټ د غونډې اجازه ورکړې، په داسې حال کې چې سرچينې وايي بشرا بي بي د څلورو موټرو له کاروان سره اٹک ته رسېدلې وه.
دسرچينو ترمخه عمران خان اؤ بشرې بي بي په اٹک جيل کې يو بل سره ليدنه کړې وه اؤ ددواړو ترمينځ دغه ليدنه نزدې يو ساعت روانه وه.
سرچينې وايي، بشرا بي بي د جيل انتظاميې له عمران خان سره د ليدو لپاره وړله او له عمران خان سره تر ليدنې وروسته بشرا بي بي لاهور ته ولاړه.
اٹک جيل ته د بشرې بي بي د راتګ په موقع د جوډيشل کمپلکس د دروازې په سختولو سره ميډيا ته د کوريج کولو نه منع کړې شوې۔
د پي ټي آئي وکيلانو شېر افضل مروت، نعيم پنجوته او علي اعجاز بټار د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن سره د ملاقات اجازت نه دې ترلاسه کړې او درې واړه وکيلان د اٹک جيل نه بهر ولاړ وو۔





