عدالت د پي ټي آئي چيرمين عمران خان او د هغه د ميرمن بشرا بي بي په دوه مقدمو کښې عبوري ضمانتونه غځولي دي.

0
191

باغي ټي وي رپورټ

د اسلام آباد عدالت د پي ټي آئي چيرمين او د هغه د ميرمني د 190 ميليونه پاونډ سکیم او توشه خانه کيس کښي د عبوري ضمانت موده وغځوله۔

عدالت د دواړو د عبوري ضمانت موده د اګست تر پنځمې پورې غځولې ده.

بل اړخ ته احتساب عدالت د توشه خانه نيب انکوائري کيس کښي د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان د حاضري نه استثنيٰ درخواست منظور کړے دے۔

احتساب عدالت د پي ټي آئي چيئرمېن ته د اګست په پنځمه د حاضرېدو هدايات جاري کړي دي۔

سپريم کورټ د توشه خانه کيس په اړه اپيلونه ختم کړي دي

سپريم کورټ د توشه خانې په اړه د پخواني وزيراعظم عمران خان خلاف اپيلونه ختم کړي دي۔

د سترې محکمې درې کسيزه بينچ په خپله فيصله کې وويل چې د سترې محکمې تر وروستۍ پرېکړې پورې د توشه خانې د قضيې پريکړه نه شي کولى.

د توشه خانې دوسیه بلې محکمې ته سپارلو غوښتنه رد شوه

د اسلام اباد هائي کورټ د توشه خانې د مقدمې بلې محکمې ته د سپارلو په اړه د پاکستان تحریک انصاف د چیئرمېن درخواست رد کړی دی.

د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق د توشه خانې کيس په اړه دائر شوي 8 اپيلونو په اړه فيصله ورکړې ده چې پکښې د سيشن عدالت د توشه خانې مقدمې د مقدمې قابل سماعت کولو فيصله کالعدم ګرځولې ده۔

چيف جسټس عامر فاروق وئيلي دي چې سيشن کورټ دې د اړخونو خبرې بيا واوري او فيصله دې وکړي چې د مقدمې اوريدلي شي که نه۔

Leave a reply