Baaghi TV Logo

په کندوز کښې د سولې او خپلواکي په نامه د کک باکسنګ سیالۍ ترسره شوې

لیکوال:

باغي ټي وی رپورټ
د افغانستان په کندوز ولایت کښې د کک باکسنګ فدراسیو د سیوري لاندې د سولې او خپلواکۍ په نامه سیالۍ تابیا شوې وی ، په دې سیالیو کښې د ځای ورزش کارانو نه علاقه د شمالي او مشرقي سیمو د کک باکسنګ لوبغاړو مقابلې وکړي او د تماشبینو نه ی داد واخست.
په دې موقع د کک فدراسیون غړي او نور مشرانو هم موجود وو او په خپلو وینا ګانو کښې ی ځوانانو ته په ډاګه کړه چې ځوانان دې سپورټس سره مینه وکړي او د نشه یی توکو د استعمال نه ډډه وکړي، مشرانو زیاته کړه چې ورزش او لوبې انسان لپاره ډیره ګټه لری او نشه د انسان لپاره ډیر زیان لري.
د سیالیو په آخرکښې ګټونکو لوبغاړو ته انعامونه ورکړل شول ، یاده دې وی چې د کرکټ په شل اووریز نړیوال جام ۲۰۲۱ کښې د افغانستان کرکټ ټیم هم ګډون کوي او په اولنې لوبه کښې ی د سکاټ لینډ لوبډلې ته په ۱۳۰ منډو ماتې ورکړې ده، سبا د افغانستان کرکټ ټیم د پاکستان کرکټ ټیم سره مقابله کوي.

فدراسیون کیک بوکسینگ ولایت کندز رقابت‌های کیک بوکسینگ را زیرنام "جام صلح و آزادی" میان ورزشکاران ولایت‌های شمال و شمال‌شرق در کندز راه‌اندازی کرد که در پایان این رقابت‌ها، تیم کیک بوکسینگ کندز قهرمان شد. pic.twitter.com/Ve10YWGku8

— باختر اطلاعاتي آژانس (@bnapashto) October 28, 2021