د امارت اسلامی پلاوي د هند ځانګړې استازې سره لیدنه کړې
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د قطر سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم په خپل ټویټر پانړه یو مراسله خپره کړې ده، په مراسله کښې وایی چې د افغان پلاوي په ماسکو فارمټ په څنډه کښې د هند د ځانګړۍ استازې سره ملاقات کړې دې. دا مراسله د امارت اسلامی حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد جاري کړې ده.
د افغانستان اسلامی امارت پلاوې د افغانستان د ریس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ کښې د مسکو په غونډه کښې ګډون وکړو ، ددې غونډې تر څنګ حنفي د پاکستان، افغانستان او ایران لپاره د هند حکومت ځانګړۍ استازې جي پي سینګ او ددوی پلاوي سره ملاقات کړې دې.
ذبیح الله مجاهد په دې مراسله کښې زیاتوي چې د هند لوري دوی ته باور او ژمنه وشو چې د افغان اولس سره به بشري مرستې وکړی، په ملاقات کښې د د دواړه اړخه داسې ژمنه او باور ورکړۍ شو چې دواړه هیوادونه به اړیکي بحالوی او د یو بل اندیښنې به په پام کښې ونیسي.
یاده دې وی چې د افغانستان نه د امریکا او د نیوټو ځواکونو د وتلو سره سم هند هم خپله سفارتخانه تړلې ده ، ولې بل طرف پاکستان نن په پایه تخت کابل کښې سفارت خانه پرانستې ده او د افغان اولس لپاره خدمتونه کوي.
نن هم په تورخم پوله د افغان مریضانو او د افغانستان زده کوونکو پاکستان ته راتګ جاري دې، افغان اولس وایی چې دوی د پاکستان هیواد مننه کوي چې په دوی سره بشري مرستې هم پیل کړي دي.
یاده دې وی چې د پاکستان الخدمت فاونډیشن، د پاک افغان د همکارۍ ټولنې غړو او د برایټو پاکستان له طرف نه افغان اولس لپاره تر زرو ټنه زیات بشري مرستې چې پکښې خوراکي توکي او داروګان شامل وو ، د افغانستان بیله بیل ولایتونو ته رسول شوي دي او په دې ولایتونو کښې مستحقو افغان کورنیو ته ورکړل شوي دي.
— Dr.M.Naeem (@IeaOffice) October 20, 2021