باغي ټی وی رپورټ
د منصوبه بندۍ وزارت لخوا جاري شوي تفصيل له مخې د روان مالي كال په څلورمه ربعه كښې د 72 اربه روپو فنډز منظور كړې شوي دي په داسې حال كښې چې تير كال په همدې موده كښې 516 اربه روپو نه زيات فنډز جاري كړې شوي وو۔
د تفصيلاتو ترمخه د روان مالي كال پي ايس ډي پي لاندې تر اوسه د 566 اربه روپو نه زيات فنډز جاري كړې شوي دي۔
بيان كښې وئيلي شوي چې د تېر مالي كال په همدې موده كښې د 516 ارب 31 كروړه روپو پرمختيائي فنډز جاري كولو منظوري وركړې شوې وه ولې سږ كال تر دې دمه د لوړو زده كړو كمېشن لخوا د زياتو فنډ جاري كولو منظوري وركړې شوې۔










Leave a Reply