لاهور کښې زمان پارک کښې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيئرمين عمران خان کور پرانستل شو

باغی ټی وی رپورټ
پولیسو د زمان پارک په شاوخوا سړکونو کې ایښودل شوي کانټینرونه او کمپونه لرې کړل، په پاک شوي شنه کمربند کې نوي بوټي هم کیښودل شول.
د زمان پارک په شاوخوا کې ځای پر ځای شوی درنه پولیس ځواک هم ایستل شوی دی.
ياده دي وي چي ضلعي انتظاميي او پوليس د کلين اپ اپريشن په کولو سره د پي ټي آئي چيرمين کور زمان پارک مکمل کنټرول ترلاسه کړي وو۔
زمان پارک کې د عمران خان د استوګنې دواړه کوڅې په خنډونو او کانټینرونو بندې شوې او د زمان پارک سیمه د عامو خلکو لپاره د تګ راتګ په ځای بدله شوې ده.
ضلعي انتظاميي د کرينونو په مرسته د دواړو سړکونو نه د خنډونو او کنټينرونو د ليري کولو کار شروع کړے دے۔





