د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د نړۍ مسوولیت دی چې افغانستان د ابادۍ لوري ته بوځي

د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د نړۍ مسوولیت دی چې افغانستان د ابادۍ لوري ته بوځي
چین وایي نړیواله ټولنه دې افغانستان نور د ابادۍ لوري ته بوځي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یو د جي شل هېوادونو په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې افغانستان پر دوه لارې ولاړ دی، چې یوه لار بربادۍ او جګړو ته ځي او بله لار بیا ابادۍ او ثبات ته روانه ده.
هغه ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره مرسته او همکاري وکړي څو د دایمي ودې پر لور روان شي او په سیمه کې روانې اندېښنې او بې ثباتۍ له منځه لاړې شي. هغه ویلي افغانستان یو خپلواک هېواد دی، نو ځکه یې نړۍ باید خپلواکۍ ته درناوی وکړي او په کورنیو چارو کې یې دې لاسوهنه نه کوي.
وانګ یې ټینګار کړی چې د چین په ګډون د نړۍ ټول هېوادونه باید له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي.
که څۀ هم د نوي حکومت پر راتګ داسې ویل کېدل چې چین به لۀ لومړنیو هېوادونو څخه وي چې د ا.ا.ا به پر رسمیت پېژني؛ خو تر اوسه چین هم د ا.ا.ا د پر رسمیت پېژندلو لپاره اقدام ندی کړی.






