د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د ګلبهار انویست شرکت له رئیس او مسؤلینو سره کتلي او د ډبرو سکرو څخه د بریښنا په تولید خبرې کړي.

0
322

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د ګلبهار انویست شرکت له رئیس او مسؤلینو سره کتلي او د ډبرو سکرو څخه د بریښنا په تولید خبرې کړي.

6 اپریل پنشنبه 2023

د اوبو او انرژۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت وزیر ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې په داسې حال کې چې د وزارت د انرژۍ معین ملا عبدالقاهر ادریس هم شتون درلود د ګلبهار انویست شرکت له رئيس حاجي ګلبهار حبیبي او د یاد شرکت له یو شمېر نورو مسؤلینو سره وکتل.

 

په یاده لیدنه کې د ډبرو له سکرو څخه د ۱۰۰ تر ۲۰۰ میګاواټو په وړتیا د برېښنا د تولید د یوې فابریکې د جوړولو په موخه د یاد شرکت د پانګونې لپاره د اړینو همغږیو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

 

– د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر د ګلبهار انویست او د وزارت له تخنیکي مسؤلینو څخه و غوښتل چې ډېر ژر دې اړینې څېړنې ترسره کړي او د پروژې عملي چارې دې ګړندۍ کړي.

اړوند موضوعات

د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معین د یو چینایي شرکت له مسؤلینو سره له ګازو څخه د بریښنا پر تولید خبرې اترې کړي.

 

په پای کې دواړو لورو هوکړه وکړه چې ډېر ژر دې د اوبو او انرژۍ وزارت او د یاد شرکت ترمينځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شي، ترڅو د پروژې د چارو په ترسره کولو کې اړینې همغږۍ ترسره شي او د پروژې عملي چارې ګړندۍ شي.

Leave a reply