د اسيايي پرمختيايي بانک د آؤټ لک رپورټ له مخې د روان مالي کال تر پايه به د پاکستان اقتصاد ورو ورو روان وي

باغي ټي وي رپورټ
د اسيايي پرمختيايي بانک د آؤټ لک رپورټ له مخې د روان مالي کال تر پايه به د پاکستان اقتصاد ورو ورو روان وي.
د اسيايي پرمختيايي بانک د آؤټ لک رپورټ له مخې د پاکستان اقتصادي وده 0.6 فيصده کمه شوې ده، د روان مالي کال تر پايه به د پاکستان د اقتصادي ودې شرح 2 فيصده ته ورسيږي.
د ADB د آؤټ لک رپورټ له مخې په پاکستان کې تېر کال د انفلاسیون شرح 12.2 فیصده وه چې سږ کال به دوه چنده 27.5 فیصده ته ورسېږي.
د راپور له مخې، پاکستان په ۲۰ کلونو کې د موسمي بدلون له امله د اغېزمنو هېوادونو په سر لسو کې شامل دی، د پاکستان د سيلابونو له امله د پاکستان توليدات اغېزمن شوي، چې لامل يې انفلاسیون، د کرنټ اکاونټ کسر او د بهرنيو اسعارو د زېرمو کمښت دی. ۶،۹ سلنې ته رسېږي.






