د کډوالو چارو وزیر کابل کې د پاکستان سفارت له شارژدافیر سره کتلي او پر ځینو موضوعاتو غږیدلي.

0
99

د کډوالو چارو وزیر کابل کې د پاکستان سفارت له شارژدافیر سره کتلي او پر ځینو موضوعاتو غږیدلي.

26 مارچ یکشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د پاکستان له شارژدافیر ښاغلي محمد جنید وزیر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

 

په دغه لیدنه کې د درې اړخیزو ناستو، افغان بندیانو، په پوله د تلو راتلو پرمهال د اسانتیاو رامنځته کولو او په عموم کې د مهاجرینو په ستونزو خبرې وشوې.

 

ښاغلي حقاني له پاکستان هېواد څخه وغوښتل، ترڅو هغه مهاجرینو ته، چې غواړي د حج فریضې ادا کولو لپاره افغانستان ته راشي، په تګ راتګ کې اسانتیا رامنځته کړي.

اړوند موضوعات

د کډوالو چارو سرپرست وزیر د ايران له سفير سره ليدلي او ایران کې د میشتو افغان کډوالو په اړه یې خبرې اترې کړی.

 

ښاغلي جنید وزیر ژمنه وکړه، چې یادې ستونزې به له اسلام اباد سره شریکې کړي او په اړه به یې لازم اقدامات وکړي

Leave a reply